حكومت او پوځي مشرتابه په هر قيمت د ترهه ګرۍ لعنت د ختمولو پوخ عزم لري۔ راجه ظفرالحق
اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) سناتور راجه ظفرالحق وئېلي دي چې حكومت او پوځي مشرتابه په هر قيمت د ترهه ګرۍ لعنت د ختمولو پوخ عزم لري۔
راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د كوئټې پھ روغتون كښې شوې بمي چاودنه د پیښور پھ اے پي اېس شوي بريد سره سمون لري۔
د بمي چاودنې سخته غندنه
كولو سره ده ووئيل چې پھ دې پیښه ټول هېواد په غم كښې دې۔ده ووئيل چې سرلښكر د شرخوښو په ضد د عملياتو لا ګړندې كولو هدايت كړی۔
ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو د وسله والو په ضد د فرق نه بغېر عمليات جاري ساتلي٬ډېر ترهه ګر د كاميابو ضرب عضب عملياتو له امله تښتېدلي او لټون لپاره يې عمليات روان دي۔