د كورنيو چارو وفاقي وزير په امر اېف آئي اے د اشتهاريانو او عدالتي مفرورانو په ضد په عملياتو كښې نور تورن ونيول

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په امر اېف آئي اے د اشتهاريانو او عدالتي مفرورانو په ضد په عملياتو كښې نور تورن نيولي دي۔

د خبر له مخې د شورو په ورځ د لاهور اېف آئي اے ډائرېكټر په مشرۍ كښې د اېف آئي اے ډلې يو اشتهاري تورن

د ټوبه ټېك سنګ څخه رضوان الحسن ولد اصغرعلي نيولې۔

دغسې په بله كاروائۍ كښې يو اشتهاري تورن طارق محمود د كريم پوره لاله موسٰي څخه نيول شوے۔ اېف آئي اے په يو بله كاروائۍ كښې محمد اسرار ولد محمد نواز د نيو ټاٶن لاهور څخه نيولے۔

د ټولو په ضد په اړوند ضلعو كښې مقدمې درج وې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې