نمل پوهنتون كښې " د پاكستانو ژبو د شاعرۍ فكري ارتقاﺀ او عصري معنويت" په سرخط دوه ورځنې قامي كنفرنس پائي ته ورسېد

نمل پوهنتون كښې

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 15دسمبر2017ء) نېشنل يونيورسټي آف مارډن لېنګوېجز (نمل) كښې " د پاكستانو ژبو د شاعرۍ فكري ارتقاء او عصري معنويت" په سرخط دوه ورځنې كنفرنس پائي ته رسېدلې دے ۔ كنفرنس كښې د پښتو ٬ پنجابۍ ٬ سندھۍ او بلوچۍ سكالرانو په ياد شوي سرخط خپلې مقالې وړاندې كړې او پاكستانو ژبو كښې د ملي وحدت پېغام او شاعرۍ كښې د فكري ارتقاء او عصري معنويت اهميت ئې په ډاګه كړو۔

دوه ورځني قامي كنفرنس كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن مېنجنګ ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر انعام الحق جاوېد ٬ د اداره فروغ قومي زبان ډائرېكټر جنرل افتخار عارف٬ د نمل پوهنتون ډائرېكټر جنرل برېګېډېئر محمد ابراهيم٬ د ګرد هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو سكالرانو ٬ د پاكستانو ژبو او كلتور صدر ډاكټر حبيب الرحمان ٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔