بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د عراق وزیراعظم حېدر العبادي د امريكې كمپنۍ جنرل الېكټرك سره د دوه بجلي ګهرو جوړولو د يو ارب ډالرو د ماليت لوظنامې ته حتمي شكل وركړې۔
د المانې ميډيا له مخې هر پاور پلانټ به د 750 مېګاٶاټ برېښنا
پېدا كولو صلاحيت لري۔ پاور پلانټس به په زي قار او مثنٰې ولايتونو كښې لګولې شي۔
د امريكې جنرل الېكټرك كمپنۍ د دې لوظنامې پحقله يوه مياشت وړاندې اعلان كړې ٶ۔ د يادونې وړ ده چې عراق اوسمهال د برېښنا كمبوت سره مخ دے ۔(م ع/ګ ل/1816)