افغانستان كښې د سختې يخنۍ له امله نور پنځه كسان مړه شول

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) سوئيلي ختيز افغانستان كښې د سختۍ يخنۍ له امله د نورو 5 كسانو د مرګ اګاهي ترلاسه شوې ده ۔

د افغان ميډيا له مخې چارواكو ووئيل نورستان ولايت كښې د واورې او يخنۍ له امله د 5 كسانو د مرګ اطلاع راغلې۔ يوه ورځ وړاندې افغان

چارواكو جوزجان ولايت كښې د زياتې يخنۍ له امله د 27 ماشومانو د مرګ تصديق كړې وو۔

ولايتي چارواكو له مخې نورستان ولايت كښې د تيرو دوه ورځو راهسې د واورې له امله د ځينو سيمو سره رابطه منقطع شوې او د سيمې اولس په كورنو كښې راګير شوې دې ۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/1708)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ