كډوالو په اړه د پاكستان٬افغانستان او يو اېن اېچ سي ارغونډه راتلونكې اونۍ پاكستان كښې د كېدو امكان دے

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) كډوالو په اړه د پاكستان٬افغانستان او يو اېن اېچ سي ار غونډه راتلونكې اونۍ پاكستان كښې د كېدو امكان دے۔

د افغان مېډيا له مخې دا خبره د افغانستان چيف ايګزيكټو آفس لخوا جاري شوي يو بيان كښې شوي۔د بيان له مخې چيف ايګزېكټو ډاكټر عبدالله عبدالله تېره ورځ افغانستان لپاره د يو اېن اېچ سي آر نوې لارښود سره ليدلي

دي ۔

ملاقات كښې د افغان كډوالو په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔بيان له مخې غونډه كښې وئيلې شوي د كډوالو په اړه پاكستان٬افغانستان او يو اېن اېچ سي آر غونډه راتلونكې مياشت پاكستان كښې د كېدو امكان دے۔

ډاكټر عبدالله عبدالله ووئيل د افغان حكومت پاكستان او ايران كښې مېشته كډوال او افغانستان كښې دننه بېدخل كسان خپلو سيمو ته لېږلو ته پام لرنه كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ