حلب(پاکستان نیوز پوائنٹ 23نومبر2016ء) د سوريه حلب ښار په هغه سيمو كومې چې د ياغيانو په قبضه كښې دي يو ځل بيا د بريدونو لړۍ پېل شوې ده چې په نيجه كښې ئې 141 كسان په يوه اونۍ كښې وژلې شوي۔
د غېر ملكي ميډيا ترمخه د سوريه په حالاتو نظر لرونكي تنظيم سیرئین آبزروېټری فار
هیومن رائېټس لخوا جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي د شېلنګ او هوائي بريدونو په نتيجه كښې وژلې شويو كښې 18 كوچنيان هم شامل دي۔
د دې بريدونو په نتيجه كښې په سوؤنو شامي وګړي ژوبل شوي هم دي۔ د آبزروېټری ترمخه دې تازه عسكري كاروايو كښې 87 ياغيان هم وژلې شوي دي۔