د پائلوټانو هړتال له امله د المان هوائې کمپنۍ لفتھانزا 9 سوه پروازونه منسوخ شول
برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 23نومبر2016ء) د المان قامی فضائی کمپنۍ لْفتھانزا د خپلو 9 سوه څخه زياتو پروازونو منسوخ کولو اعلان کړے دے۔
د لْفتھانزا ذريعو له مخې دا پريكړه د پائلوټانو لخوا د هړتال اعلان په تناظر كښې شوې ده ۔ منسوخ کړې شويو پروازونو كښې 51 د براعظمونو
ترمينځه دي۔
په بيان كښې وئيلي شوي د مسافرو اسانيو لپاره بيړنې يوه منصوبه هم جوړه كړې شوې۔ لفتھانزا او د پائلوټانو تنظیم ترمينځه د څو كلونو راهسې د تنخاګانو او نورو مراعات زياتولو لپاره خبرې رواني دي ، د كومې چې تر اوسه څه نتيجه نه ده راوتې.