د تركيې په شمالي آدانا ښار كښې چاودنه٬ دوه كسه مړه

استنبول(پاکستان نیوز پوائنٹ 24نومبر2016ء) د تركيې په شمالي آدانا ښار كښې يوه چاودنه شوې چې په نتيجه كښې ئې 2 كسه مړه شوي دي ۔

پوليس وئېلي دي د دې موټري بمي چاودنې د لارې يو دولتي ودانۍ په نخښه كولو

هڅه شوې۔د آدانا ګورنر خبريالانو ته ووئيل د تشدد په دې كاروائۍ كښې 16 كسان ژوبل شوي هم دي كومو ته چې طبي آسانۍ وركولې شي۔

د مېډيا راپورونو ترمخه دا چاودنه د ګورنر دفتر پاركنګ كښې شوې ده.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ