برلن(پاکستان نیوز پوائنٹ 15نومبر2016ء) د المان چانسلرې انجيلا مركل وئېلي دي چې فرانك والټر اشټائن مائر د صدارت ښه كانديد دے۔
د المان مېډيا له مخې انجيلا مركل خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې خارجه وزير فرانك والټر اشټائن مائر د صدارتي چوكۍ لپاره ښه كانديد دے۔
د المان د اولس مشر چوكۍ به
راروان كال مارچ كښې د اوسني اولس مشر يو آخم ګاؤ پھ موده پوره كېدو خالي شي۔د دې نه وړاندې د مير كل كېمپ د اړخه عنديه وركړې شوې وه چې د دې چوكۍ لپاره به خپل كانديد ودرولې شي خو اوس د ميركل د اړخه خپل سياسي حريف اسټائن مائر د دې چوكۍ لپاره د كانديد په حېث د منلو دا اعلان رامخې ته شوې۔