د چین اولس مشر شي جن پنګ او د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ترمېنځه ملاقات لپاره راضي شوي

بیجنګ (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د چین اولس مشر شي جن پنګ او د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ترمېنځه ملاقات به ډېر زر وشي۔

د چين سركاري ميډيا له مخې دواړو مشرانو د ټېلي فوني تماس په مهال د چين او امريكې په اړيكو خبرې كړې او زر ملاقات له هم سلا شوي۔

راپور له مخې په دې موقع شي جن پنګ ووئيل د دواړه هېوادونه يو بل سره

مرستې ته اړتيا لري او ګڼ شمېر څانګو كښې مرسته زياتېدې شي٬ دواړو مشرانو نزدې رابطې ساتلو٬ ښه اړيكې جوړولو او د شريكې ګټې اړيكو ته د ودې وركولو په چارو زر تر زره ملاقات كولو د عزم څرګندونه كړې۔

د يادونې وړ ده چې ټرمپ د انتخابي كمپائن په مهال چين د امريكې دښمن او په چينائي برآمداتو د 45 فيصده د ټېرف لګولو اعلان كړې ٶ۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ