ډونلډ ټرمپ د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن سره ټېليفوني تماس ونيولو

نيويارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 15نومبر2016ء) د امريكې نوې ټاكل شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د روسيه اولس مشر ولادي مير پيوټن سره ټېليفوني تماس نيولې د امريكې صدارتي ټاكنو په مهال هم د دواړو لارښودو ترمينځه څو وارې خبرې اترې شوي۔

د ډونلډ ټرمپ عبوري ډلې لخوا جاري شوي په يو بيان كښې وئېلي

شوي چې دواړو لارښودو امريكې او روس ته په پېښو شريكو خطرو او چېلنجونو خبرې اترې كړي۔

د خبرو اترو په مهال ستراتېژېكي اقتصادي چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي اړيكو هم جاج اخستلې شوې۔د روسيه چارواكو له مخې ولادي مير پيوټن ډونلډ ټرمپ ته په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ