په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په شوپيا كښې يو ځوان شهيد كړو

سرينګر(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په شوپيا كښې يو ځوان شهيد كړو۔

د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو ياد شوې ځوان د شوپيا په ونګام سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو

په مهال شهيد كړے۔

د دې نه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې دوه اهلكار ژوبل شوي وو۔ هندي ځواكونو ادعا كړې چې شهيد شوے ځوان مجاهد و كوم چې د يوې نښتې په مهال شهيد شوے۔

د هندي ځواكونو د عملياتو نه پس د سيمې خلقو د هند په ضد مظاهرې كړې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ