سوئيلي افغانستان كښې د عملياتو په مهال 32 عسكريت خوښي ووژل شول ۔ ننګرهار كښې چاؤدنه ٬ د اولسوالۍ پوليس مشر ژوبل ٬ فارياب كښې د مسافرو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښه 11 كسان ووژل شول

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 5نومبر2016ء) سوئيلي افغانستان كښې د عملياتو په مهال د 32 عسكريت خوښو د وژل كېدو ادعا كړې شوې۔

ننګرهار كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د اولسوالۍ پوليس مشر ژوبل شوې او فارياب كښې د مسافرو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښې له امله 11 كسان وژل شوي دي۔

د افغان ابلاغ وسيلو ترمخه چارواكو وئيلي چې د سوئيلي صوبې اورزګان هېډكوارټر ترين كوټ او نزدو پرتو سيمو كښې د عسكريت خوښو په ضد عمليات روان دي۔

د دې عملياتو په مهال د طالبانو دوه قومندانانو په شمول 32 جنګيالي وژلي شوي دي۔ چارواكو دا هم وئيلي چې د دې عملياتو په مهال د ځينې

عسكرو او پوليس اهلكارو د وژل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔

ختيزه صوبه ننګرهار كښې د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې پوليس مشر سخت ژوبل شوے او دده ډرائيور وژل شوې۔ بلخوا پلازمينه كابل كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې يو پوليس اهلكار وژلے شوے۔

دغسې قطبي صوبه فارياب كښې د يوې بمي چاؤدنې له امله يو اهلكار مړه او 12 نور ژوبل شويدي۔ د چارواكو له مخې تېره ورځ فارياب كښې يو مسافر ګاډې مائين سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې زوروره چاؤدنه وشوه د كومې په سوب چې 11 كسان مړه او 12 نور ژوبل شول۔

په وژل شويو كښې يو شمېر مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ