په شمالي افغانستان كښې د واده دستوره كښې د مارټر ګولې شلېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي٬ په شمالي كندوز ولايت كښې د عملياتو او فضائي بريدونو په مهال د طالبانو د والي پشمول د 13 جنګيالو وژلو ادعا شوې
كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) په شمالي افغانستان كښې د واده دستوره كښې د مارټر ګولې شلېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي او په شمالي كندوز ولايت كښې د عملياتو او فضائي بريدونو په مهال د طالبانو د والي پشمول د 13 جنګيالو وژلو ادعا شوې۔
د افغانستان ځائي مېډيا له مخې تېره ورځ د فارياب ولايت په خوسه قلعه سيمه كښې د واده دستوره روانه وه چې د مارټر ګوله راپرېوته او په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او د ناوې
پشمول 10 كسان نور ژوبل شول۔
ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ په سيمه كښې د امنيتي ځواكونو لخوا عمليات روان دي او دا نه شي وئيل كېدې چې مارټر د كومې ډلې لخوا فائر كړے شوے دے۔
له بلې خوا افغان چارواكو ادعا كړې چې په شمالي كندوز ولايت كښې د عملياتو او هوائي بريدونو په نتيجه كښې د طالبانو د والي پشمول 13 جنګيالي وژل شوي دي۔
په كندوز كښې يوه ورځ وړاندې د اتحادي الوتكو په بمبارې كښې 30 وګړي وژل شوي وو۔