د ډهاكه د كېفې بريد ماسټر مائنډ ووژل شو

ډهاكه

(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د بنګله دېش امنيتي ځواكونو د دې هېواد په پايه تخت ډهاكه كښې د شرخوښې په يوه اډه چاپه وهلو سره د دريو شرخوښو پشمول تېره مياشت په كېفې د بريد كوونكې لغوا ډلې د ماسټر مائنډ د وژلو ادعا كړې۔ د يادونې وړ ده چې د جولائي په وړومبې نېټه په آرټيسن بېكري كېفې بريد شوے و او پكښې د غېر ملكيانو پشمول 22 تنه وژل شوي وو۔ 13 ساعته د كېفې محاصره شوې وه او پكښې 13 كسان بچ كړې شوي وو۔ د بريد په مهال 6 بريد كوونكي وژل شوي او يو نيول شوے و۔ د خالي په ورځ د عملياتو نه پس د پوليسو افسر سانور حسېن ووئيل چې د بريد ماسټر مائند تميم وژل شوے۔ ده ووئيل هغه د كېفې بريد ماسټر مائند او جمعيت المجاهدين مشر و.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ