په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو دوه نور مظاهرچيان شهيدان كړل٬ د روانې انتفادې په مهال د شهادتونو شمېره 86 ته ورسېده٬ په سرينګر او پلوامه كښې د ګډاګې وزيراعلٰي محبوبه مفتي په ضد احتجاج وكړې شو
سرينګر(پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو دوه نور مظاهرچيان شهيدان كړي دي او د روانې انتفادې په مهال د شهادتونو شمېره 86 ته رسېدلې۔
د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د جمعې په ورځ په ټوله مقبوضه سيمه كښې په مظاهرچيانو ډزې كړې دي او په نتيجه كښې ئې د دوه
سوو نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔
په ژوبل شويو كسانو كښې دوه نور شهيدان شوي دي او دغسې د شهيدانو شمېره 86 ته رسېدلې۔ له بلې خوا په سرينګر ٬ پلوامه او نورو ګڼ شمېر سيمو كښې د ګډاګې وزيراعلٰي محبوبه مفتي په ضد احتجاج شوے او د پاكستان بېرغ هسك كړې شوې۔
خلقو د محبوبه مفتي ګډاګي سوځولي۔