كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اگست 2016ء) د افغانستان اولس مشر اشرف غني او چيف اېګزېګټو عبدالله عبدالله د اختلافاتو حل لپاره په خبرو روانو ساتلو اتفاق كړے۔
د اولس مشرې د ماڼې لخوا اعلان شوے چې دواړو مشرانو د ملاقات په مهال په مهمو ستونزو خبرې كړې دي او د اختلافاتو حل لپاره ئې د خبرو په روانو
ساتلو اتفاق كړے۔
د يادونې وړ ده چې د افغان اولس مشر او چيف اېګزېكټو ترمېنځه اختلافات زيات شوي دي او د دوي ترمېنځه دا دويم ملاقات په د اولس مشرې په ماڼې كښې شوے۔
وئيلي كېږي چې په دې ملاقات كښې دواړه مشران د كومې ستونزې حل ته نه دي رسېدلي خو د خبرو په روانو ساتلو ئې اتفاق كړے دے۔