په انډونېزيا كښې په سمندري بېړې كښې د اور لګېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه شوي دي

جكارته (پاکستان نیوزپوائنٹ 20مئ2017ء) په انډونېزيا كښې په سمندري بېړې كښې د اور لګېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔

د مېډيا له مخې جاوا جزيرې سره نزدې په يوه سمندري بېړې كښې ناڅاپي اور ولګېدو۔ د دې نه پس كپتان مسافرو ته د بېړې نه د وتلو هدايت وكړو۔

د پېښې په مهال 141 مسافر بچ كړې شوي دي۔ په پېښه كښې 5 كسان مړه شوي هم دي۔ د چارواكو له مخې دا پېښه په بېړې كښې د شارټ سركټ له امله رامېنځ ته شوې۔

په انډونېزيا كښې د روان كال د جنورې په مياشت كښې په داسې يوه پېښه كښې 23 كسان مړه شوي وو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ