د اسلامي او امريكائي مشرانو كنفرنس په پاې كښې به د سعودي په كوربتوب كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي مركز جوړولې شي۔ د سعودي خارجه وزيرد کنفرنس په نتيجه كښې به د لوېديزې او اسلامي نړۍ ترمېنځه د اړيكو نوې باب پېل شي٬ ټولۍ نړۍ ته پېغام وركول غواړو ٬ اسلام د لويديز دښمن نه دے۔ د عادل الجبير خبري كنفرنس

ریاض (پاکستان نیوزپوائنٹ 19مئ2017ء) د سعودي عربستان خارجه وزير عادل الجبیر وئيلي دي چې د اسلامي امريكائي مشرانو كنفرنس په پاې كښې به د سعودي په كوربتوب كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي مركز جوړولې شي۔

د عرب ميډيا له مخې په پايه تخت رياض كښې د خبري كنفرنس په مهال خارجه وزير عادل الجبیر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شريك د سعودي عرب وسله وال ځواكونه د امريكې نه پس د نړۍ تر ټولو لوي پوځ دے٬ مونږ به د ترهه ګرو٬ د ھغوي د مرستيالو او سهولت كارو په ضد بشپړه طاقت كارولو سره جنګ كوٶ۔

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امريكې د خدماتو ذكر كولو سره خارجه

وزير ووئيل د ترهه ګرۍ مخنيوي كښې امريكې او سعودي عرب ډېرې قربانۍ وركړې دي۔

ده ووئيل چې رياض كښې د امريكائي اسلامي مشرانو كنفرنس به ځانګړې او ګڼ اړخيزه وي چې په نتيجه كښې به ئې د لوېديز او اسلامي نړۍ ترمېنځه د اړيكو نوې باب پېل شي٬ ټولۍ نړۍ ته پېغام وركول غواړو ٬ اسلام د لويديز دښمن نه دے۔

د يادونې وړ ده چې د اتوار په شپه رياض كښې د مشرانو درې كنفرنسونه كېږي ٬د امريكې او سعودي مشرانو كنفرنس سره د امريكې او خليج مشرانو كنفرنس او د امريكې او اسلامي مشرانو كنفرنس كېږي چې پكښې به د اسلامي هېوادونو مشران هم ګډون كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې