د المان حكومت په كابل كښې د المانې مېرمنې د وژل كېدو تصديق وكړو

برلن (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د المان حكومت د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د المانې مېرمنې د وژل كېدو تصديق وكړو۔

د المانې مېډيا له مخې د المان خارجه وزارت په كابل كښې د المانې مېرمنې د وژل كېدو تصديق كړے او د دې پېېښې ئې سخته غندنه

كړۍ۔

په كابل كښې تېره شپه په يو بريد كښې المانې مېرمن وژل شوې وه۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له مخې په دې موقع د فن لېنډ يوه مېرمن وګړې تښتول شوې هم ده۔

دې دواړو مېرمنو په كابل كښې يوې غېر سركاري مرستندويه ادارې سره كار كولو۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې