افغانستان كښې سږ كال د امنيتي اهلكارو پشمول 30 زره كسان وژلې شوي

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) افغانستان كښې سږ كال نښتو كښې د امنيتي اهلكارو پشمول 30 زره كسان وژلې شوي دي ۔

د افغانستان دفاع وزارت او د كورنيو چارو وزارت له مخې په ټول هېواد كښې د افغان پوليس او دفاعي ځواكونو لخوا په عملياتو كښې 18 زره 500 مقاؤمت كوونكي مړه او 12 زره نه زيات ژوبل شوي دي۔

د دفاع وزارت مرستيال

وياند امريكائي مېډيا ته وئېلي دي د عملياتو په مهال د سلګونو په شمېر مقاؤمت كوونكي نيولې شوي هم دي۔

د افغانستان د بيا رغونې په اړه د ځانګړي انسپكټر جنرل راپور له مخې د كال 2016م د وړومبنو اتو مياشتو په مهال په بېلا بېلو عملياتو كښې د 5500 نه زيات افغان عسكر وژلې شوي او لس زره ژوبل شوي هم دي۔(م ع/ض ض/وس/1547)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ