د افغانستان وړومبنۍ مېرمنې جنګي پائېلوټې امريكا كښې د پناه اخستو خواست وكړو
نيويارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) د افغانستان وړومبنۍ مېرمن جنګي پائېلوټې امريكا كښې د پناه اخستو خواست كړې دې ۔
كېپټن نيلوفر رحماني پوځي تربيې لپاره د كال 2015م نه امريكا كښې مېشته ده۔د خپلې تربيې په ختمېدو نيلوفر رحماني د اركنساس په پوځي اډه
خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د طالبانو د دړكو له امله هغې لپاره افغانستان ته تلل نممكن دي۔
وطن ته د تللو په صورت د هغې ژوند ته خطر پېېښېدې شي ځكه ما امريكا كښې د پناه خواست كړی۔هغې ووئيل د امريكې په هوائي پوځ كښې د كار كولو خوښي لرم۔(م ع/ض ض/وس/1547)