واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا په ملګرو ملتونو تنقيد كولو سره وئيلي دي ملګري ملتونه د خبرو اترو كلب ګرځېدلې ۔
اولس مشر خپل ټوئټر پېغام كښې وئيلي دې ملګري ملتونه د ډېرو امكاناتو اداره وه خو اوس دا يو داسې كلب جوړ شوے چرته خلق راځي خبرې كوي او ښه وخت تېرولو نه پس ستنېږي كومه چې د خفګان
خبره ده ۔
ټرمپ په تېره اونۍ كښې په ذاتي مداخله سلامتيا كونسل كښې د اسرائيل په ضد يو قرارداد ځنډولې ٶ كوم كښې چې په لوېديزه غاړه د يهودي بستۍ جوړولو د اسرائيل د اقدام غندنه شوې وه او د دې باوجود دا قراردا منظور كړې ش۔
د جمعې په ورځ د قرارداد منظورۍ نه پس ټرمپ خپل ټوئټر بيان كښې وئيلي دې د جنورۍ د 20مې نېټې نه پس به وضعه بدله شي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1727)