فاټا په مركزي چوكاټ كښې راوستو لپاره د ټولو ډلو په مشاورت جامع اصلاحات مرتب كولو لپاره د كمېټۍ كار د ستائنې وړ دے٬ د سيمې د اولس ژوند كښې بدلون راوستو له زر تر زره د وړاندېزونه ختمې كولو ته اړتيا ده ۔د اولس مشر ممنون حسېن د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز لخوا د فاټا اصلاحات په حقله وركړې شوي بريفنګ په موقع خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن فاټا په مركزي چوكاټ كښې راوستو لپاره د ټولو ډلو په مشاورت د جامع اصلاحات ومرتب كولو لپاره د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ كار د ستائنې وړ دے٬د سيمې د اولس په ژوند كښې بدلون راوستو له زر تر زره وړاندېزونه نفق كولو ته اړتيا ده۔

ده دا خبره د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز لخوا د فاټا اصلاحاتو په اړه وركړی شوي بريفنګ په مهال

وكړه۔

د خېبرپښتونخوا اقبال ظفرجهګړا٬د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ٬د قانون وزير زاهد حامد او سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔

اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د فاټا اصلاحاتو كمېټي به ډېر زر د مجوزه اصلاحاتو په اړه اتفاق لپاره رائے پیدا كړي كوم به چې د فاټا اولس ته د دوي د جائزو سياسي٬قانوني او آئيني حقونو وركولو او قامي يو والي له د ميل كاڼې ثابت شي۔

)م ع/ض ض/وس/1825)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې