پارليمنټري رپورټرز اېسوسي اېشن د نېشنل پرېس كلب په ټاكنو كښې كامياب شويو مشرانو ته مباركي وركړه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) پارليمنټري رپورټرز اېسوسي اېشن (پي آر اے) د نېشنل پرېس كلب د كال 2017م په ټاكنو كښې كامياب شويو مشرانو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د دوي كاميابي د صحافي ورورولۍ په دوي د باور عكاسي ده۔

د جمعې پھ ورځ د نېشنل پرېس كلب جرنلسټ پينل نوي ټاكل شوي صدر شكيل انجم او نورو

كامياب شويو مشرانو په نامه د مباركۍ په پیغام كښې د پي آر اے لخوا مباركي وړاندې كړې شوې او وئېلي ئې دي چې د پینډۍ اسلام آباد خبريالانو د خپلو رايو د لارې په دوي د باور څرګندونه كړې هيله ده چې دوي به هم په توقعاتو پوره وخيژي او د صحافي ورورولۍ د مسئلو حل لپاره به هر ډول ممكنه هلې ځلې وكړي۔

(م ع/ض ض/وس/1548)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې