د برتانيې پھ پارلمان كښې د كشمير او اسلامي نړۍ په اړه پورته كړی شوي نكات د ستائنې وړ دي٬ نړيواله ټولنه دې د پاكستان دريځ په پراخا زړه واوري او په درست سياق او سباق دې ځان پوهه كړي۔د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د برتانيې او د اروپائي پارلمان درې كسيزه پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د برتانيې پھ پارلمان كښې د كشمير او اسلامي نړۍ په اړه پورته كړی شوي نكات د ستائنې وړ دي٬نړيواله ټولنه دې د پاكستان دريځ په پراخا زړه واوري او په درست سياق او سباق دې ځان پوهه كړي۔

ده دا خبرې د برتانيې او د اروپائي پارلمان درې كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان او برتانيې ترمېنځه په بېلا بېلو چارو كښې په روانه مرسته٬ په شريكو پارلماني چارو او د كشمير پشمول د منطقې په صورتحال خبرې وكړې شوې۔

په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د برتانيې پھ پارلمان كښې د كشمير او اسلامي نړۍ په اړه پورته كړی شوي نكات د ستائنې وړ دي۔

ده ووئيل چې د سيمه ايز او نړيوال امن په

لړ كښې سره د بې شمېره قربانيو د ځينې عناصرو لخوا په پاكستان تنقيد كولې شي۔

په نړيواله كچه د معلومات لرونكو او د بل چا په اشارو د چلېدونكو نه علاوه په دې لسټ كښې هغه هم شامل دي د كومو چې خپل لاسونه د مظلومانو په وينه رنګ دي او كوم چې د سيمه ايز امن په لار كښې تر ټولو لوي خنډونه دي۔

د كورنيو چارو وزير ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د پاكستان دريځ په پراخا زړه واوري او په درست سياق او سباق دې ځان پوهه كړي۔

ده ووئيل چې برتانيه په هغو هېوادونو كښې شامله ده چرته چې د پاكستان دريځ اورېدلې شي او پوهه پرې ترلاسه كېږي۔ د سيمه ايز امن په هڅو او ادارو په مضبوطيا كښې د برتانيې د حكومت مرسته د ستائنې وړ ده۔

د برتانيې په پلاوي كښې لارډ نذير احمد٬ لارډ قربان حسېن او د اروپائي پارلمان غړے افضل خان شامل وو۔ )م ع/ض ض/وس/1825)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې