وفاقي حكومت د ټېكس قانون كښې سپېځلتيا لپاره د اېف بي آر د استثنی وركولواختيارات ختم كړي۔ زاهد حامد
اسلام آباد ۔ 22 جولائی(اے پی پی) د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي وفاقي حكومت د ټېكس قانون كښې سپېځلتيا له د اېف بي آر د استثنی وركولو اختيارات ختم كړي دي ۔
د جمعې په ورځ د سېنټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور محسن لغاري د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت د ټېکس قانون كښې د سپېځلتيا په پالېسۍ عمل كولو له
د فنانس اېكټ 2015ء د لارې د اېف بي آر د استثنی جاري كولو اختيارات ختم كړي۔
يواځې وفاقي حکومت د اقتصادی رابطه کمېټۍ په منظورۍ د قامي سلامتيا ٬ قدرتي آفتونو ٬ فوډ سېكورټي ٬ د وروستو پاتې سيمو پرمختګ او د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه لوظنامو په صورت استثنی وركولې شي۔
ده ووئيل رعايتي اېس آر اوز به وار په وار ختمولې شي۔(وا/ض ض/وس/1937)