اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) داخله وزارت ځينو ورځپاڼو كښې د خپور شوي خبرونو په اړه سپيناوي كولو سره وئيلي د بې بنسټه خبر پلټنيو كوؤنكې كمېټۍ د بريفېنګ په مهال داخله وزير ته وئيلي وو چې د ډان ورځپاڼې ايډيټر او سټافر ته د خپلو بيانونو ريكارډ كولو لپاره دې كمېټۍ ته د وړاندې كېدو ووئيلې شي۔
وياند دا هم په ډاګه كړه چې داخله وزير د خپل خبري كنفرنس په مهال د نيوز سټورۍ په سوب په ډان ټكونه كړې نه دي۔ وياند ووئيل د بې بنسټه
خبر پلټنيو كولو په اړه د داخله وزير بيان او د حكومتي دريځ ترمينځھ هېڅ فرق نه ؤ۔
وزارت د ابلاغ ذريعو يوې څانګې ته وئيلي وو چې د داخله وزير الفاظ په خپل ډول بيانولو څخه ډډه وكړي۔ د وياند وېنا وه چې د قامي اهميت دې مسئلې په اړه په بې بنسټھ مفروضو اډانه تجزيې كولو سره په روانو پلټنيو به اغېز پرېوځي۔
وياند د معاملې پلټنې تر بشپړ كېدو په دې خبره زور راوړو چې ميډيا هاؤسز او ادارې دې د صحافت او رپورټنګ په نړيوالو ضابطو عمل وكړي۔