سپوږمۍ زمكې ته نزدې راغلې۔ د 13 او 14 نومبر 2016ء منځومانې شپې په مهال به سپوږمۍ د معمول نه زياته روښانه او لويه ليدلې شي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) سپوږمۍ زمكې ته نزدې راغلې۔ د 13 او 14 نومبر 2016ء منځومانې شپې په مهال به سپوږمۍ د معمول نه زياته روښانه او لويه ليدلې شي۔

د فلكياتو پوهانو اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د 1948ء نه وروستو دا د معمول نه لويه سپوږمۍ به په 13 او 14 نومبر ليدلې شي۔

د كال 2016ء په پايه كښې به د سپرمون سیریز دا دويمه او روښانه سپوږمۍ ليدلې شي۔ اكتوبر كښې هم دا لويه

ليدلې شوې او دسمبر كښې به هم دا زمكې ته نزدې پاتې وي۔

د پوهانو وېنا ده چې په كال 2016ء كښې به 6 سپرمون دسمبر كښی مكمل شي۔ په مارچ، اپرېل او مئی كښې هم سپر مون ليدلې شوې۔

د فلكياتو نوموړي كارپوهه رچرډ نوئیل وئيلي چې 30 كاله وړاندې په اولني ځل د سپرمون لفظ معرفي كړې شو۔ او اوس د فلكياتو په څانګه كښې دا لفظ زيات كارولې شي۔ دې څخه وروستو به دا سپرمون په كال 2034ء كښې ليدلې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې