د معياري تعليم په سوب ټولنه كښې مثبت بدلون ممكن دے۔ د خېبر پختونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جھګړا
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) د خېبر پختونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفر جھګړا وئيلي دي چې د معياري تعليم په سوب ټولنه كښې مثبت بدلون ممكن دے۔
د صلاحيتونو په اعتبار سره زمونږ ځلمي چانه كم نه دي بلكې دوئي په ټوله نړۍ كښې د خپل هېواد نامه روښانه كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ كېډټ كالج بټراسي كښې د مور پلار دستورې ته خطاب كښې وكړه۔
دستوره كښې د صوبائي
اسمبلۍ غړو او د كېډټس مور پلار په شمول سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال كېډټس پي ټي شو ٬ جمناسټك ٬ مارچ پاسټ او د نورو بېلو كرتبونو څرګندونه وكړه۔
ګورنر د غوره كاركردګۍ په څرګندونه كولو ځينې كېډټس ته شيلډز وركړل۔ ګورنر كالج لپاره 10 لاکھ روپۍ او كېډټس ته د ګھړسوارۍ تربيې وركولو له 50 زره روپۍ اعلان كړې۔
ګورنر كالج كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔