سېفران لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه د فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه پس خاصه دار فورس دې خېبرپښتونخوا پوليس كښې ضم كړی شي٬د فاټا اولس لپاره د 20 زره نوكرو وركولو لوظ بايد تر سره كړی شي٬ كه اسانۍ موجود وي نو د اوبو او روغتيا په څانګو خرڅ كولو سره دې اولس له آسانۍ وركړی شي او د فاټا اولس ضرورتونه او مسئلو په اړه دې سروے وكړی شي۔د كمېټۍ غړي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) سېفران لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ وئېلي دي د فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو نه پس خاصه دار فورس دې د خېبرپښتونخوا پوليس كښې ضم كړی شي٬د فاټا اولس لپاره د 20 زره نوكرو وركولو لوظ دې تر سره كړی شي٬كه وسائل موجود وي نو د اوبو او روغتيا په څانګو خرڅ كولو سره دې اولس له آسانۍ وركړی شي او د فاټا اولس ضرورتونه او مسئلو په اړه دې يوه سروے وكړی شي۔

د نهې پھ ورځ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د سناتور اورنګزېب خان د اولسي اهميت په معامله او فاټا كښې د عملياتو نه پس د بحالۍ او بيا رغونې د معاملو سره فاټا كښې د ليويز اختيارات٬سكولونو٬د روغتيا مركزونو او د نورو مسئلو تفصيلي جاج واخستلې شو۔

د كمېټۍ چيئرمېن سناتور تاج محمد آفريدي ووئيل د فاټا د انضمام نه وروستو صورتحال په سنجيدګۍ سره كتل غواړي ٬ ده ووئېل بايد پرمختيائي عمل داسې وي چې پكښې ټول اولس شامل وي او خلقو ته د قربانۍ وركولو صله وركړې شي۔

ےده ووئېل د فاټا د انضمام نه وروستو صورتحال او د پرمختګ د عمل په اړه اولسي سماعت دې وكړی شي چې پكښې پوهان ٬ د ٬سول سوسائټۍ استازي٬د مېډيا او اړوندو ادارو چارواكو څخه رائے واخستلې شي۔

ده ووئيل د پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د فنډز كارول او سپيځلې تګلاره ضروري ده ۔سناتور اورنګزېب خان ووئيل په فاټا كښې د عملياتو په مهال بې شمېره كورونه تباه شوي وو٬د حكومت د اعلان باوجود هم خلقو ته معاوضې ورنه كړی شوې۔

ده ووئيل فاټا كښې سكولونه هم د تباهۍ ښكار شوي وو او د 80 فيصده څخه زيات سكولونه اوس هم بند پراته دي۔پھ دې اړه دې يوه ذيلي كمېټي جوړه كړی شي چې د سيمو دوره وكړي او په دې اړه راپور جوړ كړي۔

ده ووئيل د فاټا اولس سره د ناانصافۍ لړۍ اوس ختمول پكار ده۔ د اېس ډي جي اېس فنډز نه كارولو د معلاماتو هم تفصيلي جاج واخستلې شو۔

ده ووئيل كوم صورتحال چې ښكاري د دې څخه د فاټا د انضمام معامله وړاندې نه شي تللې٬حكومت د انضمام په وخت د فاټا د اولس لپاره د 20 زره نوكرو وركولو وعده كړې وه كومه چې تراوسه نه ده پوره شوې۔

قائمه كمېتۍ ته ووئيل شول په اېس ډي جي اېس فنډز كښې 37.

5 كروړه روپۍ نه دي خرڅ كړی شوې۔كمېتۍ ته باور وركړی شو چې دا فنډ به د سيمې پرمختګ لپاره خرڅ كولې شي۔

۔سناتور هلال الرحمان په دې خبره زور راوړو چې د فاټا د ضم كېدو لس كلنه پروژه دې د كمېټۍ غونډه كښې وړاندې كړی شي۔

د كمېټۍ په غونډه كښې سناتور اورنګزېب خان٬حاجي مومن خان آفريدي٬هدايت الله٬هلال الرحمان٬سجاد حسېن طوري او سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)صلاح الدين ترمذي نه علاوه د سېفران وزارت اعلٰی چارواكو ګډون كړې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې