پاكستان د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د تجارت٬ټورازم٬انرجي او اقتصادي راهدارۍ پشمول د ټرانسپورټ په اړه د ښو اړيكو خوښي لري٬پاكستان په شدت سره د تاجكستان د څلورو هېوادونو په لوظ نامه كښې د ګډون خوښي لري٬ د تاجكستان او نورو مينځنۍ آسيائي رياستونو سره د زمكې او هوائي رابطو زياتولو لپاره به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد په پاكستان كښې د تاجكستان سفير شيرعلي اېس جونونوف سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئېلي دي پاكستان د مينځنۍ آسيا رياستونو سره د تجارت٬ټورازم٬انرجي او اقتصادي راهدارۍ پشمول د ټرانسپورټ په اړه د ښو او پائيداره اړيكو خوښي لري٬پاكستان په شدت سره د تاجكستان د څلورو هېوادونو په لوظ نامه كښې د ګډون خوښي لري٬د تاجكستان او نورو مينځني آسيائي رياستونو سره د زمكې او هوائي رابطو زياتولو لپاره به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ د مواصلات وزارت كښې په پاكستان كښې د تاجكستان سفير شرعلي اېس جونونوف سره د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو د خېرسګالۍ د ملاقات په مهال كړی۔

په دې موقع د مواصلات وزارت وفاقي سېكتر شعيب احمد صديقي٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن جواد رفيق ملك او سينئر جوائنټ سېكتر الطاف اصغر پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔

د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطو د نشت والي خاتمه دې وكړی شي٬په ټولو څانګو كښې په خاص توګه سائنس او ټېكنالوجي او د سېلګرۍ په اړه د پراخه

امكاناتو د لارې دې د ځلانده سباؤن بنياد ولټولې شي۔

ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم عمران خان وژن دې چې د تجارت او اقتصاديات لپاره تر مينځني آسيائي رياستونو رسنه دې ترلاسه كړې شي٬سېلګري د سباؤن پرمختګ آئينه دار ده ۔

ده د سفير پام راګرځولو سره ووئيل د پاكستان حكومت٬د تاجكستان روډ ټرانسپورټ لوظ نامه زر تر زره سر ته د رسولو خوښي لري۔

د پاكستان حكومت د دې لوظ نامې د قانوني طريقه كار په اړه د تاجك حكومت ځواب ته سترګې په لار دے دغسې چې په پاكستان كښې هم په دې لړ كښې پېش قدمي وكړې شي۔

د دې څخه وړاندې سفير په خبرو كښې ووئيل تاجكستان په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لري٬په معدنيات٬فروټس٬توان او نورو تجارتي څانګو كښې پراخه امكانات شته ٬ ده ووئېل تاجك ټرانسپورټر تر كراچۍ پورټ رسنه غواړي٬هغوي د اېف بي آر او پاكستان كسټم ډيپارټمنټ ترمينځه پېښو ستونزو سره مخ دي د كومو چې ازاله پكار ده٬ ده ووئېل د افغانستان٬تاجكستان او پاكستان ترمينځه مضبوط تجارتي نېټ ورك ته وده وركولو سره د سباؤن خوبونه رښتيا كېدې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې