د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت لېبر مېكنزم سېل جوړ كړو٬ بهر هېوادونو كښې د پاكستانو هنرمندانو لپاره ډېر ګنجائش شته ٬ د سېل جوړولو مقصد په نورو هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره د ملازمتونو موقعې لټول دي۔ د ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرې
اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت لېبر مېكنزم سېل جوړ كړې دې ٬ د سېل جوړولو مقصد په نورو هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره د ملازمتونو موقعې لټول دي۔
دا خبرې د وزیراعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو
وزارت لېبر مېكنزم سېل جوړ كړې چې پكښې پنځه غړي شامل دي څوك چې به د بېلا بېلو هېوادونو دورې كوي او راتلونكو پنځو كالو لپاره به په ټولو هېوادونو كښې د هېواد د افرادي قوت د ګنجائش جاج اخلي۔
ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د پاكستانو هنرمندانو لپاره ډېر ګنجائش شته او مونږ بهر هېوادونو كښې د پاكستانو ښه روزګار لپاره هڅې كوٶ۔