حضرت محمد ﴿ص﴾ د ټولې نړۍ انسانانو ته د صبر٬ زغم٬ عفو درګذر٬ برداشت٬ روادارې او د امن پېغام وركړے۔ د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان رحمت اللعاليمن كنفرنس ته وېنا

هري پور (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې حضرت محمد ﴿ص﴾ د ټولې نړۍ انسانانو ته د صبر٬ زغم٬ عفو درګذر٬ برداشت٬ روادارې او د امن پېغام وركړے۔

ده دا خبرې په هري پور كښې په دارالعلوم تعليم الاسلام كښې رحمت اللعاليمن كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د كنفرنس مشري د متحده علما كونسل پاكستان مركزي صدر مولانا قاضي غلام مجتبٰي وكړه۔

كنفرنس ته وفاقي وزير عمر ايوب خان د خاص مېلمه په توګه وېنا وكړه۔ وفاقي وزير او نور تقرير كوونكو ووئيل چې الله تعالٰي نبي آخرالزمان حضرت محمد ﴿ص﴾ خاتم الانبيا جوړولو سره رالېږلې او په يو لك 24 زره انبيا و رسل

كښې ئې يوازې د ده پاك ذات رحمت اللعاليمن ګرځولې۔

دوي ووئيل چې نبي كريم ﴿ص﴾ كله چې د فتح مكه په موقع فاتح جوړېدو سره 10 زره صحابه كرامو سره مكې ته داخل شو نو ځينې اصحاب رسول ﴿رض﴾ كوم چې په مكي دور كښې د اسلام دښمنانو دلاسه ظلم او ستم سره مخ شوي وو٬ ووئيل چې نن د بدل او انتقام ورځ ده نو رحمت دو عالم ﴿ص﴾ د دوي دا جمله اورېدو سره وفرمائيل چې نه نن د رحم او معافې ورځ ده۔

حضور نبي پاك﴿ص﴾ نه يوازې خپل دښمنان معاف كړل بلكې دوي سره ئې د حسن سلوك تر ټولو اعلٰي مثال قائم كړو۔دوي ووئيل چې حضرت محمد ﴿ص﴾ د ټولې نړۍ انسانانو ته د صبر٬ زغم٬ عفو درګذر٬ برداشت٬ روادارې او د امن پېغام وركړے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې