د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې خاص غونډه وفاقي كابينې هر درې مياشتې پس د وزارتونو د كاركردګۍ د جاج اخستلو پريكړه وكړه ٬ د 26 وزارتونو جاج واخستلې شو٬د پاتې نورو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستلو لپاره به نېټھ بيا اعلانولې شي۔د وزيراعظم دفتر څخه جاري بيان د نوي پاكستان بنياد اېښودلې شوې٬وزارتونه دې د 100 ورځو اهداف ترلاسه كولو لپاره لائحه داسې جوړه كړي چې ورسره اهدافو ته رسېدل باوري شي۔وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) وفاقي كابينې پريكړه كړې وفاقي كابينې هر درې مياشتې پس د وزارتونو د كاركردګۍ د جاج اخستلو پريكړه كړی ده۔

دا پريكړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د وفاقي كابينې په خاص غونډه كښې وشوه۔د وزيراعظم دفتر څخه جاري بيان ترمخه د كابينې غونډه تر 9 ساعتو روانه وه چې پكښې د 26 وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شو٬د پاتې نورو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستلو لپاره به نېټھ بيا اعلانولې شي۔

په دې موقع وزيراعظم ووئيل د نوي پاكستان بنياد اېښودلې شوې٬وزارتونه دې د 100 ورځو اهداف ترلاسه كولو لپاره لائحه داسې جوړه كړي چې ورسره اهدافو ته رسېدل باوري شي۔

په غونډه كښې په

هر وزارت كښې د خذماتو وركړې٬كفايت شعارۍ پالېسۍ خپلولو ترمخه د پورته كړو ګامونو او د سباؤن په پروژو په خاص توګه د يو وزارت په كاركردګۍ كښې د لا ښه والي په راوستلو خبرې اترې وشوې۔

په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې هر وزارت به به عملدرآمد لپاره د پنځو كلونو د خاص ستراتېژېكي پلان تيارولو هدف وركولې شي چې دغسې كاركردګي زيات نه زياته بهتره كړې شي۔

په غونډه كښې دا ډول د جاج اخستنې غونډه هر درې مياشتې پس د كولو پريكړه هم وكړې شوه چې دغسې د وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شي او دا خبره باوري كړې شي چې د حكومت مجموعي كاركردګي په سم پلو روانه وي۔

د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستاني وګړو د ژوند معيار لوړول دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې