پاك بحريه لپاره د جوړ كړې شوي جديد ترين 3 زره ټنه سروے جهاز په چين كښې لانچنګ 80 ميټره اوږد جهاز جديد آلات او په ژور سمندر كښې د آپرېشن صلاحيت لري۔ د پاك بحريه وياند

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) پاك بحريه لپاره د جوړ كړې شوي جديد ترين 3 زره ټنه سروے جهاز په چين كښې لانچنګ وشو۔

80 ميټره اوږد دا جهاز ﴿بېړې﴾ جديد آلات او په ژور سمندر كښې د آپرېشن صلاحيت لري۔ د پاك بحريه وياند له مخې د دستورې خاص مېلمه د چين د اوورسيئر چيف نېول كموډور اظفر همايون و۔

په دستوره كښې د شپ يارډ٬ د ځائي حكومت او د پاك بحريه

چارواكو ګډون وكړو۔ جديد ترين سروے جهاز به د پاكستان په مېرين ريسرچ كښې د تقويت سبب وګرځي او په اوبو كښې د لټون او د سروے عملياتو اسانيې به وركړي۔

د سروے جهاز شموليت سره به د پاك بحريه د جعرافيائي سروے كولو صلاحيت لا زيات شي۔ سروے جهاز به د اګست كال 2019م تر پاې د پاك بحريه د بېړې برخه جوړ شي۔ پاك بحريه په هائيډروګرافي كښې د ځلانده رواياتو امين ده۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې