وزيراعظم عمران خان د وزيرانو د 100 ورځو كاركردګۍ پرله پسې جاج اخلي٬د نواز شريف او شهباز شريف په ضد مقدمې واكمند ګوند نه دي جوړ كړی٬كرپشن كونكي دې انجام ته ورسولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړي عامر ډوګر د پارليمان نه بهر مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ چيف وهپ عامر ډوګر وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د وزيرانو د 100 ورځو كاركردګۍ پرله پسې جاج اخلي٬د نواز شريف او شهباز شريف په ضد مقدمې واكمند ګوند نه دي جوړ كړی٬كرپشن كونكي دې انجام ته ورسولې شي۔

د ګل په ورځ د پارليمان نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پخواني حكومتونو برعكس وزيراعظم د وزيرانو د 100 ورځو د كاركردګۍ پرله پسې جاج

اخلي چې هغوي په 100 ورځو پلان كښې اولس له څه وركړل او د وزارت كاركردګي ښه كولو لپاره يې څه څه وكړل۔

دا د حكومت وړومبۍ ورځې دي۔ده ووئيل اولس واكمند ګوند له پنځه كاله وركړې او په هېواد كښې به د كرپشن كوونكو په ضد د احتساب عمل روان ساتلې شي او هېڅ څوك به د احتساب د عمل نه كرپشن كوونكي بچ نه كړی شي۔

ده ووئيل تر څو چې د هېواد نه د كرپشن ناسور ختم نه شي هېواد پرمختګ نه شي كولې۔كرپشن كوونكي به انجام ته رسولې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې