قامي اسمبلۍ د پاكستان په آئين كښې د بشري حقونو پاسدارۍ لپاره عملدرآمد باوري كولو له قرارداد منظور كړو

اسلام آباد ۔ (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) قامي اسمبلۍ د پاكستان په آئين كښې د بشري حقونو پاسدارۍ لپاره بشپړه عملدرآمد باوري كولو له د عزم يو متفقه قرارداد منظور كړې چې پكښې غوښتنه شوې په پاكستان كښې د اقليتونو او مېرمنو حقونو تحفظ دې باوري كړې شي٬دغسې د رائے آزادي او د صحافت آزادي دې باوري كړې شي۔

د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بشري حقونو وفاقي وزير شيريں مزاري قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د بشري حقونو نړيوالې

ورځې په موقع د پاكستان په آئين كښې د بشري حقونو په اړه وركړی شوې ضمانت او په نړيوال قوانين د عملدرآمد د عزم څرګندونه كوي۔

دې ووئيل دا ايوان د رائے آزادۍ پشمول د پرېس آزادۍ عزم سره سره دا غوښتنه كوي چې د بشري حقونو پھ تناظر كښې لوږه او غريبۍ باندې قابو موندلو لپاره دې ګامونه پورته كړی شي۔

د اولس معاشي او سماجي صورتحال ښه والي دې باور كړې شي۔ دې ووئېل اقليتونو له دې هر ډول تحفظ وركړې شي۔د مېرمنو د حقونو دې خاص خيال وساتلې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې