ټولو سياسي ګوندونو له ميثاق معيشت لپاره په ګډه كار كول پكار دي٬د پي آئي اے او سټيل ملز نجكاري د هېواد په ګټھ كښې ده۔د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري ټي وي چينل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي ټولو سياسي ګوندونو له ميثاق معيشت لپاره په ګډه كار كول پكار دي۔

تېره ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ميثاق معيشت د وخت ضرورت دے۔ده ووئيل پي آئي اے او سټيل ملز نجكاري د هېواد په ګټھ كښې ده ځكه چې پھ دې غېر منافع بخش ادارو ډېر لوې رقم خرڅ كېږي۔

ده ووئيل پي آئي اے او پاكستان سټيل ملز د لوې رقم جاري كولو له امله پھ هېواد كښې پرمختيائي

كار هم ځپلې شوې۔دوهم وزير ووئيل سياسي عدم استحكام هم د هېواد معيشت متاثر كولو يو مهم سوب دے۔

ده ووئيل كوم هم هېواد د سياسي استحكام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د راؤ انوار ګرفتارۍ نه وروستو ګڼګژسي ختمول پكار دي۔

ده ووئيل د پوليس مقابلو په اړه د وجوهاتو د پلټنو هم سخت ضرورت دے۔طلال چوهدري ووئيل د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد يو وړوكې سړے دے كوم چې پرله پسې د قامي ادارو سپكاوې كوي۔ 

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې