د اقتصادي راهدارۍ سره به د بلوچستان د اولس لپاره د پرمختګ او خوشحالۍ نوې لارې پرانستلې شي۔د بلوچستان اسمبلۍ سپيكرې راحيله دراني اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 29اگست 2016ء) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكرې راحيله دراني وئېلي دي د اقتصادي راهدارۍ سره د بلوچستان اولس لپاره د پرمختګ او خوشحالۍ نوې لارې به پرانستلې شي۔

تېره ورځ اے پي پي سره خبرو كښې دې ووئيل سي پېك د بلوچستان غريبې آبادۍ د ژوند معيار ښه كولو لپاره اهميت لري او د دې له مخې به په وړو او لويو پروژو كار

پېل كولې شي د كومو به چې اولس ته نيغ په نيغه ګټھ ورسي۔

ده ووئيل سي پیك د دې پروژو لپاره ډېر زيات اهميت لري كوم ته چې د اوبو٬برېښنا او بنيادي ډهانچو پشان لويې چېلنجونه رامخې ته شوي۔

ده ووئيل د ګوادر بندر ځاې پرمختګ او د دې ودانۍ د بيا رغونې كار بشپړولو له امله دې منطقې لپاره د يو ګېټ وے كردار ترسره كړې شي ۔(م ع/ض ض/وس/1821)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې