د اوسني حكومت په درې كاله كښې د افراط زر شرح كمه او د اقتصادي پرمختګ شرح زياته شوې٬ پاكستان كښې د جي ډي بي تر مخه د ټېكس وركول زياتېږي د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال هارون اختر خان د سېلز ټېكس ريفنډ چېك ويشلو دستورې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي د اوسني حكومت په درې كاله كښې د افراط زر شرح كمه او د اقتصادي پرمختګ شرح په تندي زياتيږي٬پاكستان كښې د جي ډي بي په تناسب د ټېكس وصولي زياتېږي، بايد مخالف دې پھ حكومت د منفي په ځاې مثبت تنقيد وكړي۔

ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ سیلز ټیکس ریفنډ چېك وركولو دستورې ته د وېنا پھ مهال وكړه۔ هارون اختر خان ووئيل حکومت د قامی تعمیر لپاره ګامونه پورته كوي، د 5 لويو برآمدی څانګو لپاره سېلز ټېكس خاتمه او برآمدات لپاره د ټېكس ختمول په زړه پورې ګام دےښه كوم

سره به چې د برآمدي څانګې ته وده ترلاسه شي۔

ده ووئيل مونږ د چیمبرز آف کامرس او کاروباری شخصیاتو سره ګڼ شمېر ملاقاتونه كړي دغسې چې د هېواد ريونيو زياته شي۔

ده ووئيل ایف بي آر تېر مالي كال پھ مهال د ټېكس وصولۍ هدف تر سره كړی پھ كومه چې هغوي د مباركۍ مستحق دي۔ده ووئيل د اېف بي آر كاركردګي ښه كول او د ټېكس دائره پراخه كولو لپاره د خزانې وزير ګامونه د ستائنې وړ دي۔

ده ووئيل د اوسني حكومت په دور كښې د سود شرح ټېټه شوې ،د پاكستان اقتصادي رفتار د موډيز پشمول ټولو نړيوالو ادارو ستائلې۔ده ووئيل كه چرته زمونږ ټېكس هدف تر سره نه وي نو شرح نمو ځپلې كېده.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې