د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس سندھ او په خاص توګه کراچۍ كښې حالات په ځائې ساتلو له د رینجرز او پولیس د کارکردګۍ ستائنه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس نيولے دے ٬ سندھ او په خاص توګه کراچۍ كښې حالات په ځائې ساتلو له ئې د رینجرز او پولیس کارکردګی وستائله۔

د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزیر چوهدری نثار

علی خان د رينجرز ډی جی سره تيلي فوني تماس ونيولو او سپارښتنه ئې وكړه چې د ټول میډیا هاؤسز امنيت باورې كړئ ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې بائد د پولیس سره سره د رینجرز معاونت هم شامل كړې شي۔

د كورنيو چارو وزیر کراچۍ او سندھ كښې په مجموعی توګه د امن په وضعه د اطمینان څرګندونه وكړه۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1746)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې