د هېواد ټولو مسلكونو ترمېنځه د امن او ورورولۍ چاپېرچل پېدا كولو لپاره دې علماء كرام او پوهان خپل كردار ترسره كړي ۔د اولس مشر ممنون حسېن د داؤدي بوهرہ ورورولۍ پلاوي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هېواد ټولو مسلكونو ترمېنځه د امن او ورورولۍ ماحول پېدا كولو لباره دې علماء كرام او پوهان خپل كردار ترسره كړي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين په مشرۍ كښې د داؤدي بوهرہ ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې كړې ۔

اولس مشر ووئيل د هر مكاتب فكر ترمېنئه د ورورولۍ او شريك احترام خپلولې پكار ده او بايد د مذهبي همغږۍ ودې له هڅې روانې وساتلې شي ۔

ده ووئيل زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې هېواد كښې امن او سوكالۍ له د ورورولۍ وضعه پېدا كړو۔ اولس مشر هېواد كښې د تجارتي هلو ځلو په زياتولو كښې د بوهره ورورولۍ د كردار ستائنه وكړه او د تعليم ٬ روغتيا او د هېواد د اولس بهترۍ له ئې د دوي خدمات ئې وستائل ۔

اولس مشر ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین سره خپلو خبرو كښې ووئيل د اوسني حكومت د معاشي پاليسيو په سوب نړيوالو مالياتي ادارو پاكستان په تندۍ سره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په صف كښې شامل كرے كوم چې يو ښه پرمختګ دے ۔

اولس

مشر ووئيل پاك چين اقتصادي لاره يو تاريخي منصوبه ده او د دې بشپړېدو سره به نه يوازې پاكستان بلكې ټوله منطقه كښې سوكالي راشي ۔

ده ووئيل د توان منصوبو بشپړېدو سره به تر كال 2018 هېواد څخه لوډشېدنګ ختم شي ۔ ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین د پاکستان د پرمختګ ذكر كولو سره ووئيل زه پاكستان او اولس سره د زړه مينه لرم ۔

ده د اولس مشر ممنون حسېن د كردار ستائنه كولو سره ووئيل ھغه په سخت وخت كښې د پاكستان مشري كوي۔ ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین اولس مشر ته ووئيل ما خپلې ورورولۍ ته امر كړې چې د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ولوبوئ۔

اولس مشر ووئيل د ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپښين مېلمستيا هم وكړه۔ په دې موقع د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي، په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د بوهره ورورولۍ پلاوي هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔

۔په دې موقع ډاکټر سیّدنا مفضل سېف الدین ااولس مشر ته ډالۍ هم وركړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې