د خېبرپښتونخوا سپيكر اسد قيصر د پلاوي سره د خارجه سلاحكار سرتاج عزيز سره وليدل

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د خېبرپښتونخوا يو پارلماني پلاوي د سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز سره ليدلې دې ۔

په ملاقات كښې د صوبائي اسمبلۍ په غونډه كښې متفقه منظور شوې قرارداد هم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز ته وسپارلې شو چې پكښې سعودي كښې د ګيرو شوو پاكستانو خواري كښو٬د پاسپورټ ترلاسه كولو لپاره د كاؤنټر شمېره 5 ته رسولو٬سعودي عرب په زندانونو كښې د پاكستانيانو راخوشې كولو لپاره ګامونه پورته كولو ٬د پاكستانو بنديوانو قانوني معاونت كولو او د وزيراعظم په كچه سعودي كښې د ګيرو شويو پاكستانيانو ستونزو پھ هوارولو زور راوړولې شوې۔

پھ ملاقات كښې مشر صوبائي وزير عنايت الله٬د خزانې وزير مظفر سيد٬د صوبائي اسمبلۍ غړي اورنګزېب نلوټه٬ارشد عمرزئي او صاحبزاده ثناﺀ الله نه ځانله د قامي اسمبلۍ غړې عاقب الله خان هم موجود وو۔

ملاقات كښې سعودي كښې د ګيرو شويو پاكستانيانو تنخاګانو٬مراعات او د بېرته راستنېدو پیكج پشمول په نورو مهمو چارو د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز پام راګرځولو سره د دغه مسئلو حل له په ګامونو پوره كولو زور راوړولې شوې۔

غونډه كښې پريكړه وشوه چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پارلماني پلاوې به د سعودي سفير او داخله وزير سره ملاقات كوي دغسې سعودي عرب كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو حل له يو پلاوې به سعودي عرب ته هم ځي۔

ملاقات

كښې ووئيل شول د سعودي قانون ترمخه په قانوني ويزو تللي پاكستانيان د څه جرم نه غېر نيولې كېږي چې له امله يې ګڼ كسان د سعودي په زندانونو كښې پراته دي او د هغوي راخوشې كېدو لپاره دې سفارتي ذريعې وكارولې شي۔

په ملاقات كښې په دې خبره د تشويش ښكاره كړې شو چې په سعودي كښې مېشته پاكستانيانو له د حج اجازه نه وركولو ٬د 1 لك 68 زره كسانو فنګر پرنټس ترلاسه كولو او پنځو كلونو لپاره بليك لسټ كولو او د قانوني ويزې لرلو باوجود هغوي د ستونزو سره مخ كول شامل دي۔

خارجه سلاحكار سرتاج عزيز ووئيل پھ دې اړه د ټولو ستونزو زه احساس لرم او د هغوي ستونزو هوارولو لپاره زه وړاندې نه هلې ځلې كوم او په دې لړ كښې ګامونه پورته كړی شوي ۔

ده ووئيل پاكستاني سفارتخانو كښې كمپيوټرائز آسانۍ او آن لائن سسټم اپ ګرېډ كېږي۔سرتاج عزيز ووئيل وزيراعظم نواز شريف د پنځه كروړه روپو يو فنډ جوړ كړې دغسې د سعودي حكومت د 100 ملينه ريالو يو جلا فنډ جوړ كړې كوم به چې د پاكستانيانو ستونزو هوارولو له مرستياله وګرځي۔

پھ دې موقع سپيكر او پارلماني لارښودو ووئيل پھ سعودي عرب كښې دا وخت 25 لكه پاكستانيان موجود دي چې پكښې د زياترو تعلق خېبرپښتونخوا څخه دے۔

په ملاقات كښې سپيكر او پارلماني لارښودو د خارجه چارو سلاحكار څخه غوښتنه وكړه چې په دې اړه د وزيراعظم سره خبره وكړي او د تهنك ټينك پشمول په هر فورم دا مسئله پورته كړئ۔(ص ف/ض ض/وس/2142)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې