د قامي سلامتيا صلاحكار ناصر خان جنجوعه سره د اروپائي ائتلاف ملټري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كستاراكوس وليدل

د قامي سلامتيا صلاحكار ناصر خان جنجوعه سره د اروپائي ائتلاف ملټري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كستاراكوس وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 09 فروری2018ء) د قامي سلامتيا صلاحكار ناصر خان جنجوعه وئېلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په بېلو څانګو كښې د مرستې د لارې د اړيكو لا مستحكمولو خوښي لري۔ده دا خبره د اروپائي ائتلاف ملټري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كستاراكوس سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ليدلي وو۔

د خبرو اترو په مهال د شريكې خوښې په چارو او په شريكو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي سلامتيا صلاحكار د جمهوريت٬امن او د سيمه ايزو هېوادونون اقتصادي ښه والي كښې د اروپائي ائتلاف كردار وستائېلو۔جنرال ميخائل كستارا كوس د نړۍ او په خاص توګه سيمه كښې امن او استحكام له د پاكستان د عزم اعتراف وكړو او د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ پھ ضد يې د پاك پوځ او د پاكستان هڅې او عزم وستائېلو۔