د هېواد بهرنو قرضو كښې د 35 اربه ډالره زياتوالې خبرونه بې بنسټه ده، د خزانې وزارت

د هېواد بهرنو قرضو كښې د 35 اربه ډالره زياتوالې خبرونه بې بنسټه ده، د خزانې وزارت

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز2اگست2017ء) د خزانې وزارت د ميډيا په ځينو برخو كښې خپور شوې هغه راپورونه بې بنسټه ګرځولو كوم كښې چې وئيلي شوې وو چې د تيرو څلورو كلونو په مهال د هېواد بهرنو قرضو كښې 35 اربه ډالره زياتوالې شوې۔د شورو په ورځ جاری شوي بيان كښې د خزانې وزارت وياند دغه راپورونه بې بنسټه ګرځولي كوم كښې چې وئيلي شوي چې جون 2017ء تر آخر په پاکستان د بهرنو قرضو حجم 79.2 اربه ډالره ته رسيدلې او په يو كال كښې 10.1 اربه ډالره قرضه ترلاسه كړې شوي۔

وياند ووئيل راپورونو كښې مالی كال 17-2016 پھ مهال د قرضو حجم كښې زياتوالې څرګند كړې شوې۔ دغه راپورنو له 15-2014 كښې ډیټ سروسنګ 5.4 اربه ډالره، 16-2015 كښې 5.31 اربه ډالره او 17-2016 كښې دغه حجم 7 اربه ډالره ته رسيدلې۔ دغه راپورونو كښې دا هم وئيلي شوي چې اوسني حکومت په دور كښې قرضې اخستلو كښې زياغتوالې شوي۔ وياند د صورتحال کی وضاحت کولو سره ووئيل دغه راپورونو كښې كومې شميره وړاندې كړې شوي هغه غلطه ده ، 79.2 اربه ډالره يواځې يوه اندازه ده چې پكښې د نجی څانګې بهرنو قرضې او ذمه وارۍ هم شامل دي، مارچ 2017ء تر آخر د بهرنو قرضو مجموعی حجم 79.2 اربه ډالره نه بلکه 58.4 اربه ډالره ؤ۔

وياند ووئيل دغه راپورونو كښې بهرنو قرضو په اړھ د ډنډورو كولو هڅه شوي او دا دعا شوي چې تيرو څلورو كلونو كښې حکومت 35 اربه ډالره قرض اخستې كوم چې بې بنسټه خبره ده۔ ده ووئيل مارچ 2017ء تر آخر د بهرنو قرضو حجم كښې معمولی اوسط زياتوالې شوې د كومې حجم چې 10.3 اربه ډالره دے۔ وياند ووئيل راپورونو كښې د مالی كال 17-2016 كښې 10 اربه ډالره بهرنو قرضو اخستلو شميره هم غلط ده۔ مارچ 2017ء تر آخر مالی كال 17-2016 كښې د بهرنو قرضو حجم كښې 0.7 فیصده زياتوالې ریکارډ کړې شوې۔