د بحرالكاهل په سليمان جزائر كښې د 6.8 شدت زلزله راغلې

سډني (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د بحرالكاهل په سليمان جزائر كښې د 6.8 شدت زلزله راغلې۔ د فرانسوي خبري اژانس راپور له مخې په ابتدائي راپور كښې وئيلي شوي دي چې په زلزله كښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔

د امريكې جيالوجيكل سروے

له مخې زلزله د سهار په 4 بجې 10 دقيقې راغلې٬ د زلزلې مركز په زمكه كښې 33 كلوميټره لاندې ښودل شوے۔

د يادونې وړ ده چې په كال 2007م كښې په دې سيمه كښې د 8 شدت په زلزله كښې 52 كسان مړه او د زرګونو په شمېر بې كوره شوي وو۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ