دمشق (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د سوريې په شمال كښې د ترهګرو ډلو په ضد د تركيې په روانو عملياتو كښې 18 ترهګر وژل شوي دي۔
د تركيې وسله والو ځواكونو په سوريه كښې تېر كال د اګست په 24مه نېټه عمليات پېل كړي وو د كومو په نتيجه كښې
ئې د داعش يو شمېر اډې تباه كړې شوې دي۔
د تركيې د پوځ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د عملياتو په 149مه ورځ يو شمېر سيمې هم ازادې كړې شوې دي۔ وئيلي شوي دي چې تر اوسه د داعش په 6 اډو 171 بريدونه شوي دي۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾