وارسا (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) په پولېنډ كښې د دوه ورځو په مهال د سخت ساړه په نتيجه كښې 10 كسان مړه شوي دي۔
د خبر له مخې د حكومت د امنيتي مركز وياندې بو زينا وائي سكا وئيلي دي چې تېره ورځ د سخت ساړه له امله 7 كسان
مړه شوي وو او د خالي په ورځ د ساړه له امله د مړو شويو شمېره درې ده۔
هغې ووئيل چې د نومبر نه تر اوسه د ساړه له امله د مړو كسانو شمېره 53 ته رسېدلې۔ پوليسو خلقو ته خواست كړے چې د ساړه نه دې ځان بچ كړي۔ ﴿م ع/ م ع1830﴾